افغان غږ خبری آژانس - کابل: افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له استازو سره د یوې غونډې اعلان وکړ، چې په کې په بیلابیلو برخو کې د ګډې همکارۍ په ځانګړي ډول روغتیا، تعلیم، د خوړو خوندیتوب، معیشت او بې ځایه شویو سره د مرستې په اړه خبرې وشوې. دا غونډه نن (دوشنبه، د حوت ۲۰مه) په کابل کې د اروپايي ټولنې د چارواکو او د ملګرو ملتونو د استازو په شتون کې جوړه شوه.
په غونډه کې، د اروپايي ټولنې چارواکو ټینګار وکړ چې دا سازمان به د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، او په اوسنیو شرایطو کې یې د مرستو لومړیتوب ورکول خورا مهم وګڼل.
همدارنګه، د بې ځایه شویو او نورو اړمنو خلکو سره د اغیزمنې مرستې چمتو کولو لپاره د مختلفو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ او لا همغږۍ پیاوړتیا په اړه بحث وشو.
خو په دې برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو په وار وار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو په اداري چارو کې د ملیونونو افغانیو د ضایع کیدو په اړه شکایتونه کړي دي او دا موضوع لا هم یوه ننګونه ده.
په وروستیو کلونو کې، افغانستان له ډېرو بحرانونو سره مخ شوی چې د هیواد په خلکو، په ځانګړې توګه په بې ځایه شویو او زیان منونکو ډلو لکه ښځو او نجونو باندې یې ژورې اغیزې کړې دي. اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه هڅه کوي چې د بشري مرستو په رسولو او د همکارۍ د پیاوړتیا له لارې د افغانانو کړاوونه کم کړي، که څه هم د اداري ناوړه ګټه اخیستنې او ناسم مدیریت په څیر ننګونې هم راپورته شوي دي.