افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې له مشر جهاد ارګیني سره په لیدنه کې د افغانستان لپاره د دوامداره ملاتړ او له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ. دا غونډه د اسلامي همکاریو سازمان په سکرتریت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، دواړو خواوو له افغانستان سره د همکارۍ د ممکنه لارو چارو په اړه بحث وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره د مثبتو او اغیزمنو خبرو اترو د دوام پر اهمیت یې ټینګار وکړ. د اسلامي همکاریو سازمان چارواکو هم افغانستان ته د خپلو سفرونو په جریان کې په دوامداره توګه له اسلامي امارت سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې افغانستان لا هم له مختلفو اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ دی او د دې هیواد د خلکو د ملاتړ لپاره نړیوالې هڅې روانې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان او د ترکیې په ګډون مختلف هیوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د ستونزو په حل کې مرسته وکړي او د رغنده خبرو اترو ملاتړ وکړي. دا ملاتړ په داسې وخت کې دوام لري چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د سیاسي بدلونونو وروسته په اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی.