افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د کندهار ولایت د نش ولسوالۍ په میانکو سیمه کې د اوبو لګولو یو کانال د وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د ۴ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا کانال ۳.۵ کیلومتره اوږد دی، په پیل کې یې ۵.۵ متره پلنوالی او په پای کې ۱.۵ متره پلنوالی او ۱.۴۰ متره لوړوالی لري.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې وزارت سږ کال د هیواد په ولایتونو کې د اوبو لګولو د کانالونو د جوړولو لسګونه پروژې بشپړې کړې دي.