افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان د والي ویاند عبدالصبور سیغاني د
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې د وروستیو واورو او واورې ښویدنې له امله، د بامیان-کابل لارې په حاجیګک لاره او د بامیان-غور لارې په باکک لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.
هغه زیاتوي چې په نورو لارو کې هم واوره روانه ده او احتمال شته چې هغه به هم بندې شي.
د یادونې وړ ده چې د بامیان ولایت د غرني طبیعت له امله، د دې ولایت او ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ د مواصلاتي لارو د سپکې واورې له امله بندې شوې دي.