دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 309847
په زابل ولایت کې د دوو فرعي روغتیايي مرکزونو پرانیستل
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د زابل ولایت د قلات او میزان ولسوالیو په مرکز کې دوه روغتیايي مرکزونه پرانیستل شوي دي ترڅو د دې سیمو د اوسیدونکو روغتیايي ستونزې حل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د روغتیايي مرکزونو د پرانستلو په مراسمو کې د زابل ولایت مرستیال والي محب الله حماس، د ولایت د روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان او یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی و.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه روغتیايي مرکزونه د قلات مرکز په باباګک سیمه او د میزان ولسوالۍ په در ویشاک کې پرانستل شول.
 
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړه چې د دې مرکزونو خدمات به د حداف انسټیټیوټ لخوا د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ او د BMGF په مالي لګښت پلي شي، چې په لویه کچه به د دې سیمو د خلکو روغتیایی ستونزې حل کړي.
 
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت لا دمخه د هیواد په ځینو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.
https://avapress.com/vdcgty9wuak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته