افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې چې په ایکس شبکه کې خپره شوې، ویلي چې ټولنې په کابل کې ۴۰۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو او په بغلان ولایت کې ۴۰۰ کورنیو ته ټولټال ۳.۲ ټنه خرما ویشلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا مرسته چې د سعودي عربستان لخوا ورکړل شوې وه، هرې کورنۍ ته څلور کیلو خرما ورکړل شوه.
دا سره له دې چې د افغان سرې میاشتې ټولنې څو ورځې وړاندې په کابل او غزني ولایتونو کې له ۱۲ ټنو څخه زیاتې خرماوې ویشلې وې.