افغان غږ خبری آژانس په خبرپاڼه کې راغلي چې د مرستو د وېش په مراسمو کې د هلمند د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست چارواکو او د خیریه موسسې استازو ګډون کړی و.
په یوه بله اعلامیه کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د حبیب ګلزار شرکت په همکارۍ، په کابل کې ۳۰۰ یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو ته د روژې د مرستو کڅوړې چې پکې اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي توکي شامل دي، په شفاف او منظم ډول وویشل.
د مرستو د وېش په مراسمو کې د ټولنیزو خدماتو د تنظیم مشر مولوي ثناء الله فرقاني، د بهرنیو اړیکو او پلان جوړونې مشر ملا سدو خان حق شناس او د حبیب ګلزار شرکت چارواکو ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې خلک د روژې په مبارکه میاشت کې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.