افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د اډوارډ اندریاس په نوم یو کاناډایی سیلانی په دې ولایت کې اسلام قبول کړی دی.
د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ۳۷ کلن کاناډایي تبعه چې د اسلام له منلو وروسته یې خپل نوم محمد اکبر ته بدل کړ، ویلي چې د افغانانو ایمان، میلمه پالنه او اسلامي اخلاقو هغه د اسلام منلو ته وهڅوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی مشر عيد محمد حنيفي وويل چې سيلاني دې ولايت ته د سفر پر مهال د خلکو له اخلاص، مينې او اسلامي اخلاقو څخه متاثر شو او د اسلام سپېڅلي دين ته واوښت.
په تیرو وختونو کې، په افغانستان کې ځینو بهرنیو سیلانیانو اسلام قبول کړی دی. د مثال په توګه، په ۲۰۲۳ کال کې، په بامیان ولایت کې یو امریکایی سیلانی او په هرات ولایت کې یو اسټرالیایی سیلانی اسلام قبول کړ. همدارنګه، په ۲۰۲۴ کال کې، یو جرمني سیلانی په بدخشان ولایت کې اسلام قبول کړ.