افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکندي د والي ویاند سید غضنفر کاظمي له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې د دایکندي-کندهار لویې لارې د ۵۲،۲۲۵ کیلومتره سړک د جوړولو کار د ۴۲ ملیون افغانیو په ټولیز لګښت بشپړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې ۲۷ میلیونه افغانۍ د والي دفتر او ۱۵ میلیونه افغانۍ د فواید عامې وزارت له خوا ورکړل شوې دي. د هغه په وينا، د سړک ۳۸.۲۵ کيلومتره د ولايتي بوديجې او ۱۳۹۷۵ کيلومتره د فوايد عامې وزارت په بوديجه جوړ شوي دي.
ښاغلي کاظمي دا هم اعلان وکړ چې د دایکندي-کندهار په لویه لاره د ولایت په مالي ملاتړ د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د تېرېدو لپاره دوه ۳۲ متره اوږد پلونه جوړ شوي دي.