دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 309951
اسلامي امارت: ملګري ملتونه باید د لویو هېوادونو د پالیسیو تر اغیز لاندې را نه شي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په غبرګون کې وویل چې ملګري ملتونه باید د لویو هیوادونو د پالیسیو تر اغیز لاندې را نه شي او بې طرفه پریکړې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ غونډې په غبرګون کې وویل چې افغانستان به هغه وخت په نړیواله ټولنه کې مدغم شي کله چې ملګري ملتونه وکولی شي په خپلواکه توګه پریکړې وکړي پرته له دې چې د لویو هیوادونو تر اغیز لاندې راشي.
 
فطرت وویل، "که چیرې د ملګرو ملتونو پریکړې د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو لخوا اغیزمنې شي، نو د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان یوځای کیدل به ستونزمن وي."
 
فطرت وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړه، چې پکې د شورا دوو مهمو غړو، چین او روسیې، د لنډمهاله حکومت سره په رغنده تعامل ټینګار وکړ.
 
د چین استازي د اسلامي امارت د مشرانو لپاره له افغانستان څخه بهر د سفر کولو څخه د معافیت غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdccpoq1s2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته