افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د ایکس چینل په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې ټولنې په ننګرهار کې ۶۳۷ اړمنو کورنیو، په کندوز کې ۴۰۰ کورنیو، په تخار کې ۴۰۰ کورنیو او په سرپل کې ۳۳۰ کورنیو ته په ټولیزه توګه ۷،۰۶۸ ټنه خرما ویشلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا مرسته چې د سعودي عربستان لخوا ورکړل شوې وه، هرې کورنۍ ته څلور کیلو خرما ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د روژې د مبارکې میاشتې په لسو ورځو کې، په کابل او غزني ولایتونو کې له ۱۵ ټنو څخه زیاتې خرماوې اړمنو کورنیو ته وویشل شوې.