افغان غږ خبری آژانس: دې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د علمي او تعلیمي همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي. د وزارت د مطبوعاتي دفتر په وینا، پورته ذکر شوی تفاهم لیک درې فصلونه او ۱۱ مادې لري، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ د تجربو تبادلې او علمي پوهې د ودې لپاره یو مناسب پلیټ فارم چمتو کوي.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم لیک لاسلیک د کرنې وزارت د کارمندانو او متخصصینو د علمي او څیړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په لور یو مثبت ګام دی. د دې همکارۍ هدف د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې د علمي مهارتونو ښه کول او د څیړنې وړتیاوې لوړول دي.
افغانستان، د کرنې او مالدارۍ پر بنسټ ولاړ هیواد په توګه، په دې برخه کې نوي علمي پوهې او تخنیکونو ته سخته اړتیا لري. شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، او په دې برخه کې د علمي ظرفیتونو لوړول کولی شي د هیواد دوامداره اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي.