افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې چې په ایکس شبکه کې خپره شوې، ویلي چې ټولنې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې ۲۱۵ سیلاب ځپلو، اړمنو او بې وزلو کورنیو ته ټولټال ۱۶،۲۹۷ ټنه خوراکي توکي ویشلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۵.۸ کیلوګرامه خواړه ورکړل شول، چې پکې اوړه، غوړي، وريجې، بوره، لوبیا، سوپ، شنه چای، مکروني او بسکټ شامل وو.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې ښاریان دا مرستې کافي نه ګڼي او د نورو بشري مرستو د ویش غوښتنه کوي.