دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۵۰
د مطلب کود : 310061
په کابل ښار کې ۱۷۰۰ کورنیو ته د نغدي مرستو ویش
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کابل ښار کې یې نږدې ۱۷۰۰ کورنیو ته نغدي مرسته ویشلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د مارچ ۱۲مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په کابل ښار کې ۱۶۹۴ مستحقو کورنیو ته نغدي مرسته ویشل شوې ده.
 
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، هرې کورنۍ ته د اوومې او دیارلسمې ناحیو کې د کډوالو چارو ریاست لخوا د پیژندلو وروسته د وزارت د همکار سازمان څخه د خوارځواکۍ مخنیوي موادو یوه کڅوړه سره ۲۹۰۰ افغانۍ ترلاسه شوې.
 
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ په کابل کې ۱۰۰۰ کورنیو ته مرستې ورکړل شوې.
https://avapress.com/vdcg3z9wqak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته