افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې له ځینو ادارو سره یې د ۷ ملیون او ۳۸۵ زره ډالرو څخه زیاتو ارزښت لرونکو څلورو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د دې یادداشتونو پر بنسټ، همکارې ادارې به دا پیسې د نغدي مرستو ویشلو، د سرپناه جوړولو، د لمریزو تجهیزاتو ویشلو، او بې ځایه شویو، راستنیدونکو او اړمنو کسانو ته د تخنیکي روزنې ورکولو لپاره وکاروي.
دا مرسته به په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو کې وویشل شي.
د یادونې وړ ده چې د کډوالو چارو وزارت مخکې له دې هم د ملي او نړیوالو ادارو سره ورته تفاهم لیکونه لاسلیک کړي وو چې موخه یې د راستنیدونکو او شړل شویو کډوالو سره د مرستې چمتو کول وو.