افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت مرستیال ویاند اعلان کړی چې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د کانونو د پراختیا او د افغانستان د اقتصاد د ودې په هدف د کانونو د استخراج ۳۶ پروژې منظورې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ایکس ټولنیزه شبکه کې یوه پوسټ خپور کړ چې پکې ویل شوي چې په منظور شویو پروژو کې د ۲۵ کوچنیو کانونو او ۱۱ لویو کانونو استخراج شامل دي.
هغه زیاته کړه چې دا پریکړه د افغانستان د معدني سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې په هدف شوې او کولی شي په هیواد کې د اقتصادي سوکالۍ او د کار فرصتونو په رامینځته کولو کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې سږ کال د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کانونو لسګونه پروژې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال دفتر لخوا تصویب شوې.
افغانستان د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله ارزښتناکه او قیمتي معدني سرچینې لري، چې سمه ګټه اخیستنه یې د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اساس برابرولی شي.