افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې په تېره میاشت کې یې د سمنګان ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۷۸۴۰ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې په دې خدماتو کې روغتیایی معاینات، د ماشومانو کې د خوارځواکۍ درملنې لپاره د درملو او خوړو ویش، د ټپیانو درملنه، د ښځو او ماشومانو لپاره واکسین کول، او د کورنۍ پلان جوړونې په اړه اړینې مشورې ورکول شامل دي.
دې سازمان دا هم ټینګار کړی چې د دې خدماتو وړاندې کولو هدف د عامې روغتیا ښه کول او د اړمنو کورنیو ترمنځ د روغتیا ستونزو کمول دي.
د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوا هم د هیواد په ځینو ولایتونو کې زرګونو خلکو ته ورته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي وو.