افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده نن (پنجشنبه، د مارچ ۱۳مه) په یوه غونډه کې وویل چې په قرارداد کې ۷۱ کیلومتره سړک شامل دی، چې کار به یې په چټکۍ سره ترسره شي.
ښاغلي اخوندزاده زیاته کړه چې د واخان سړک د جوړولو بودیجه د اسلامي امارت له خوا تمویل کیږي.
اسلامي امارت د دې سړک د دوهم پړاو د کار د پیل لپاره قرارداد په داسې حال کې لاسلیک کړ چې د واخان اوسېدونکي د هغه وخت د حکومتونو له خوا له پامه غورځول کېدل او د سړکونو په ګډون له هر ډول اړینو اسانتیاوو څخه بې برخې وو.