افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا پروسه د افغان سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور، په کابل کې د ترکیې سفیر سنک انال او د دیانت خیریه بنسټ سلاکار په شتون سره پیل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې په دې مرسته کې اوړه، غوړي، لوبیا، بوره، چای، مکروني، مستې او مالګه شامله ده.
تر دې مخکې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د هیواد په ځینو ولایتونو کې اړمنو خلکو ته نغدي او خوراکي توکي ویشلي وو.