دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 310152
د بهرنیو چارو وزارت: په پاکستان کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان هغه تورونه په کلکه رد کړي دي چې ګواکې افغانستان په بلوچستان کې د مسافر وړونکي اورګاډي په برید کې لاس درلود.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه تورونه په کلکه رد کړي دي چې په بلوچستان کې د مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو لري.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټینګار وکړ چې د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې شتون نلري او له اسلامي امارت سره هیڅ اړیکه نلري.
 
ښاغلي بلخي په دې پېښه کې د بې ګناه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه هم خواشیني څرګنده کړه او د سیاسي موخو لپاره یې د ملکي وګړو قرباني ورکول غیر عادلانه وبلل.
 
له دې مخکې، د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا کړې وه چې د جعفر ایکسپریس د اورګاډي د برید اصلي طراحان په افغانستان کې دي.
 
وسله والو کسانو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له ۴۰۰ څخه زیات مسافر یرغمل کړل.
https://avapress.com/vdchmvnxi23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته