افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بیارغونې او پراختیا وزارت د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د شهید ملا منصور په کلي کې د ۶ ملیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو د کار د پیل اعلان وکړ.
ویل کیږي چې په دې شبکه کې د ۱۵۰ مترو ژوروالي پورې د څاګانو یوه حلقه کیندل، د ۲۰ مترو مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو د ذخیرې جوړول، د ۸۰ اوبو پمپونو نصبول، د ۱۲ لمریزو تختو او ۶۹۴۸ متره پایپ لاین غځول شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د شبکې د جوړولو په جریان کې به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د هغې په بشپړیدو سره به په کلي کې ۱۶۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.