افغان غږ خبری آژانس - هرات: سعیدي زیاته کړه چې د سلما بند د برېښنا تولید ظرفیت اوس مهال ۳۴ میګاواټو ته رسیدلی، چې دغه ولایت ته د برېښنا په برابرولو کې مهم رول لوبوي. هغه د هیواد په لویدیځه برخه، په ځانګړې توګه په غور او هرات ولایتونو کې د بارانونو وروستي زیاتوالي ته هم اشاره وکړه، او ټینګار یې وکړ چې دې بارانونو د سلما بند د اوبو د کچې په لوړولو او د بریښنا د تولید ظرفیت په پیاوړتیا کې د پام وړ اغیزه کړې ده.
د باختر په وینا، څو ورځې وړاندې، د مونسوني بارانونو او طبیعي سیلابونو له امله، د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۴ کال کې، د سلما بند اوبه بزګرانو ته خوشې شوې. د سلما بند، چې د ۴۲ میګاواټو وروستي تولید ظرفیت لري، نه یوازې د انرژۍ په تولید کې بلکې په سیمه کې د کرنیزو اوبو په تنظیم کې هم مهم رول لوبوي.
دا بند، چې د چشت شریف په ولسوالۍ کې موقعیت لري، د هیواد په لویدیځ کې د اوبو د بریښنا یو له لویو بندونو څخه ګڼل کیږي. د دې بند عادي فعالیت به نه یوازې د هرات د برېښنا ستونزه کمه کړي، بلکې د کرنې پراختیا، د وچکالۍ مخنیوي او د ولایت اقتصادي وضعیت ښه کولو کې به هم مرسته وکړي.