دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۲۳
د مطلب کود : 312226
په لغمان کې د ۳۲۷ کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېر کال کې، په لغمان ولایت کې د قومي مشرانو او با نفوذه شخصیتونو په منځګړیتوب د ۳۲۷ کورنیو ترمنځ دښمني پای ته رسېدلې او په دوستۍ بدله شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی چې په تیر کال کې د لغمان ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د اوږدې مودې دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لغمان ولایت د سیمه ییزو چارواکو، عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د ۳۲۷ کورنیو ترمنځ دښمني پای ته رسیدلې او د دوی دښمني اړیکې په دوستۍ او تفاهم بدلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا کورنۍ د مهترلام ښار او د لغمان ولایت د علینګر، دولتشاه، علیشنګ، قرغي او بادپش ولسوالیو اوسیدونکي دي. په دې جګړو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو دا عمل د پخلاینې او تفاهم په لور یو مهم ګام وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د شخړو پر ځای د سولې، پخلاینې او ورورګلوۍ لاره تعقیب کړي.
https://avapress.com/vdcb55bf0rhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته