افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د X شبکې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هڅو او همغږۍ پر بنسټ، د ACTID دفتر په همکارۍ په بغلان کې ۴۰۰ زیارکښو ماشومانو ته د هر ماشوم لپاره ۱۴۹۰ افغانۍ، چې په ټولیزه توګه ۵۹۶۰۰۰ نغدي افغانۍ کېږي، ویشل شوي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت الله پارسا د ACTID انسټیټیوټ د همکارۍ څخه مننه وکړه؛ هغه په نورو همکارو ادارو او خیریه موسسو غږ وکړ چې په دې برخه کې ورته مرستې او نورې همکارۍ ته دوام ورکړي.
مخکې له دې، یوه نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې په هیواد کې هره ورځ لسګونه ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي.