افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سیف الدین معتصم وویل چې له ۱۰۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دې ولایت طبیعي منظرو او مذهبي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.
هغه وويل، سيلانيان د جورجان ولايت ته د سفر پر مهال له خوندي او شنه چاپېريال څخه خوند اخلي او امنيتي ځواکونه ورسره ښه چلند کوي.
د یادونې وړ ده چې دشت لیلی، بین غور، د اغچې ولسوالۍ کوهستانات، د درزاب او قوش تیپې ولسوالیو طبیعت، د چهار سای سیمه، زمرد سای، د شبرغان ښار مرکزي جومات او نورې سیمې د جوزجان ولایت د سیاحتي او تفریحي ځایونو څخه دي.