افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې غونډه د دې وزارت د سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف په مشرۍ ترسره شوه.
د اقتصاد وزارت وايي چې په دې غونډه کې د راستنیدونکو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ د زیاتوالي او هغوی ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث وشو.
د وزارت په وینا، د دې کمېټې غړو، د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکو او د سوداګریزو او ساختماني شرکتونو مشرانو د راستنیدونکو سره د مرستې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه ایستل شوي زرګونه کورنۍ بیړنۍ بشري مرستې ته اړتیا لري.