افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د برتانیا سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې غونډه کې مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو سره د نړیوالو مرستو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغان کډوال د اسلامي او انساني ارزښتونو او نړیوالو قوانینو په خلاف ظلم سره مخ دي.
همدارنګه په دې غونډه کې ښاغلي ډیکسن وویل چې د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې یو پلان چمتو شوی چې په راتلونکي کې به د اسلامي امارت له چارواکو سره شریک شي.
هغه زیاته کړه چې هیواد یې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ۷.۵ میلیونه پونډه زیاتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه روانه ده.