په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفارت اعلان وکړ چې افغان سفیر په پاکستان کې د بنګله دیش له سفیر سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو، مذهبي او تاریخي مشترکاتو، او د دواړو هیوادونو د اتباعو لپاره د ویزې د صادرولو په ګډون د حقوقي خدماتو په اړه خبرې وکړې.