دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 312431
په تورخم کې کډوالو ته د ۹ روغتیايي مرکزونو او ۲۰ بستریز روغتون له لارې روغتیايي خدمات وړاندې کیږی
د عامې روغتیا وزارت وايي چې دا مهال په تورخم کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره ۹ روغتیايي مرکزونه او یو ۲۰ بستریز روغتون فعال دی، چې ټول اړین روغتیايي خدمات وړاندې کوي، او شاوخوا ۱۵ امبولانسونه په مهمو سیمو کې د ناروغانو د لیږدولو لپاره ګمارل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د خدماتو وړاندې کولو لپاره د وزارت مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ یوه پلاوي د دې روغتیايي مرکزونو څخه د لیدنې او څارنې په ترڅ کې د خدماتو د ښه کولو او د راستنیدونکو کډوالو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره اړینې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور له پاکستان څخه ایستل کیږي او روغتیايي خدماتو ته بیړنۍ اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcjt8etvuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته