افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د حمل ۲۳مه) د
افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس ته یوه مطبوعاتي اعلامیه لیږلې چې پکې ویل شوي چې د دې سفر موخه د اقلیم بدلون او د آمو سیند حوزې د اوبو سرچینو باندې د هغې اغیزې په اړه بحث او د نظرونو تبادله، د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د خوړو خوندیتوب، ظرفیت لوړولو او نورو اړوندو مسلو په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخول دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې پلاوي په ترکیب کې د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، د دفاع وزارت د ودانیو رییس، د لومړي وزیر د مرستیال د اقتصاد رییس، قاري محمد اکبر امیني، د کرنې وزارت اداري رییس، میرویس خوګیاڼي، د کرنې وزارت تخنیکي سلاکار، د بهرنیو چارو وزارت استازی، د استخباراتو عمومي ریاست استازی، د چارو ادارې استازی، او د کرنې، انرژۍ او اوبو وزارتونو د سکتوري څانګو مشران او متخصصین شامل دي.
د دې سفر په جریان کې، ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی د ازبکستان د کرنې وزارت او د انرژۍ او اوبو وزارت له چارواکو سره وګوري او د همکارۍ د ګډو برخو، د تخنیکي تجربو تبادلې او راتلونکو ګډو پروژو په اړه به بحث وکړي.
د کرنې وزارت ویلي چې دا سفر د دوه اړخیزو اړیکو پراخول او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تخنیکي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا په موخه دی.
د یادونې وړ ده چې ازبکستان له اسلامي امارت سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.