افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر حمیدالله خادم د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته د پیښې تایید وکړ او ورته یې وویل: اورلګیدنه پرون ماښام شاوخوا پنځه بجې پیل شوه او نن (شنبه، د اپریل ۱۲مه) تر غرمې پورې یې دوام وکړ.
د هغه په وينا، د اور وژنې د ډلو د هڅو پر بنسټ، نن اور قابو شو، او د فابریکې د مالکینو د لومړنیو احصایو له مخې، زیان لږ تر لږه ۱۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
خادم ټینګار وکړ چې د اور د شدت له امله پراخ زیان هم رامنځته شو.
هغه زیاته کړه چې د ۱۰ ملیون ډالرو زیان د فابریکې د مالکینو د لومړني اټکل پر بنسټ دی او لا تر اوسه نورې پلټنې نه دي ترسره شوي.
په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د هرات سیمه ییزې ادارې هم د اور لګېدنې پخلی کړی خو د زیان د کچې په اړه یې څه نه دي ویلي.