دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 312481
غور کې د ۷ ملیون افغانیو څخه زیاتو لګښت سره د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پیل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په غور ولایت کې د ۷.۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پیل اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د غور ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي او د چهار سده ولسوالۍ د نی پټان کلي کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو او ترمیم کار د ۷.۷ میلیون افغانیو په ارزښت د ولایت د کلیو پراختیا ریاست له لارې پیل شو.
 
په دې شبکو کې د ۱۰ متر مکعب ظرفیت سره د اوبو د یوې نوې زیرمې جوړول، د ۳۰ نلونو نصبول او د (۱۶،۶۶۷) مترو په اوږدوالي د اوبو پایپونه شامل دي.
 
د خبرپاڼې له مخې، د دې شبکو د جوړولو په جریان کې به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د دوی په بشپړیدو سره به د یادې سیمې د اوسیدونکو ۱۰۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
 
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پخوا د هیواد په ځینو ولایتونو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې کړې دي.
https://avapress.com/vdcevw8xzjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته