افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې یاد شوي کسان مخکې د کابل د کډوالو چارو ریاست لخوا د شپږمې او اتمې ناحیې د اړمنو په توګه پیژندل شوي وو، او د وزارت د همکارې ادارې لخوا پرې ۲۹۰۰ افغانۍ او د خوراکي توکو یوه بسته وویشل شوه.
د یو بل راپور له مخې، د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ او د کابل ښار په ۲۲ ناحیه کې ۲۴۷ راستنیدونکو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي توکي وویشل شول.
د بیان له مخې، ۱۳۳ کورنیو د پخلنځي د وسایلو یوه کڅوړه او یوه کمپله ترلاسه کړه، او نورو ۱۱۴ کورنیو ته د وزارت د همکارو ادارو لخوا د اړمنو کورنیو په توګه د پیژندلو وروسته ۶۴،۷۱۸ افغانۍ ورکړل شوې.
د کډوالو چارو وزارت تر دې مخکې په زرګونو اړمنو کورنیو او شړل شویو کډوالو ته نغدي مرستې ویشلي دي.
د یادونې وړ ده چې د کابل د لویدیځ ځینې اوسیدونکي د بشري مرستو په ویش کې د بشپړ شفافیت نشتوالي څخه شکایت کوي.