افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ چارواکو اعلان وکړ چې د کابل-جلال آباد په لویه لاره کې د ترافیکي پیښې له امله یو کس وژل شوی او د دریو ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا، دا پېښه پرون (شنبه) شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو کرولا موټر د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له سړک څخه ووت.
ویل شوي چې د پیښې ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او د هغوی فزیکي حالت د قناعت وړ ښودل شوی دی.