دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 312531
په هرات کې د طبیعي پیښو له امله ۲۱۷ زیانمنو شویو کورنیو ته د ۱۲ میلیون څخه زیاتو افغانیو ویش
د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې د هرات ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د طبیعي پیښو له امله اغیزمنو ۲۱۷ کورنیو ته له ۱۲ ملیون څخه ډیرې افغانۍ ویشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د دې ادارې او پاملرنې بنسټ ترمنځ د تفاهم لیک پر بنسټ، د هرات د طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست د یاد بنسټ په ملاتړ، د کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طبیعي پیښو، په ځانګړې توګه زلزلې څخه اغیزمنو ۲۱۷ کورنیو ته نغدي مرستې ویشلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پروسه کې، د یوې سروې وروسته او د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د سرپناه جوړولو او ترمیم لپاره ۵۶،۳۳۰ افغانۍ وویشل شوې، چې په ټولیزه توګه ۱۲،۲۳۳،۶۱۰ افغانۍ د دې کورنیو لپاره ځانګړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې مخکې له دې د نړیوالو سازمانونو په مالي ملاتړ سره اغیزمنو کورنیو ته نغدي مرستې ویشلي دي.
https://avapress.com/vdcaeune649n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته