افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شهاب الدین دلاور د تورخم عمري کمپ او په تورخم کې د خیالي کرښې په اوږدو کې د روغتیا او خدماتو مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.
هغه د سرې میاشتې روغتیايي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې راستنیدونکو ته په وخت سره غوره او ګړندي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د افغان سرې میاشتې چارواکو وویل چې په تېره اونۍ کې، دوی په تورخم او عمري کمپونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ راستنیدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي، او هره ورځ له ۱۵۰۰ څخه زیاتو راستنیدونکو ته پخه شوي خواړه ویشل کیږي.
د یادونې وړ ده چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له پاکستان څخه په زوره ایستل کیږي.