افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهترلام ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې په دې پروژو کې د دوهمې ناحیې د مولوي حبیب الرحمن پارک شاوخوا دیوال جوړول او د لغمان ولایت په مرکز کې د سلطان غازي بابا او شهید عبدالله پښتون ښارونو په سړکونو کې د رڼا ستنو نصب کول شامل دي.
په دې برخه کې، د مهترلام ښاروالۍ د دې پروژو د پلي کولو لپاره ۶ میلیونه افغانۍ مصرف کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکو مخکې په لغمان ولایت کې د ګڼ شمېر پرمختیایي پروژو د بشپړېدو اعلان کړی و، او دا پروژې په ولایت کې د زیربناوو او ښاري خدماتو د حالت د ښه والي په لور یو بل ګام دی.