افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اعلان وکړ چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې یې د دې ولایت ۱۰۸،۰۵۲ اوسیدونکو ته د نفوسو د ثبت خدمات وړاندې کړل.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په دې خدماتو کې د ۴۱،۷۹۷ برېښنايي پېژندپاڼو وېش، ۴۷،۶۸۵ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۴،۴۸۱ د زیږون کارتونه، ۳۳۶ د مړینې سندونه، او ۳،۷۵۳ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼې د اصلاح خدماتو وړاندې کول شامل دي.
د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس حافظ حبیب الرحمن عثماني د دې لاسته راوړنو په تشریح کولو سره وویل چې اوس مهال په دې ولایت کې د الکترونیکي تذکرو د وېش دوه فعال مرکزونه خدمات وړاندې کوي.
ښاغلي عثماني همدارنګه زیاته کړه چې د بدخشان د احصایې ریاست د احصایوي او ټولنیزو معلوماتو راټولولو په برخه کې فعال دی او تیر کال یې د ۳۸۶ معیاري فورمو په کارولو سره ټولنیز او اقتصادي معلومات او احصایې راټولې کړې او اړوندو څانګو ته یې وسپارلې.