دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 312592
په کابل کې ۱۲۰۰ مستحقینو ته نغدي مرسته وویشل شوه
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل په اتمه ناحیه کې له ۱۲۰۰ څخه زیاتو مستحقینو ته نغدي مرسته ویشل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د کابل د اتمې ناحیې ۱۲۰۷ مستحقینو ته نغدي مرسته ویشل شوې ده.
 
د اعلامیې له مخې، هر کس ته ۲،۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د خوړو یوه کڅوړه ورکړل شوه چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې همکارې ادارې لخوا چمتو شوې وه، وروسته له هغه چې د کډوالو چارو ریاست لخوا وپیژندل شوه.
 
تر دې مخکې، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په کابل کې نږدې ۳۰۰۰ مستحقینو ته نغدي او خوراکي مرستې ویشلې وې.
https://avapress.com/vdchwinxi23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته