افغان غږ خبری آژانس: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د کندهار ولایت د لور میوند ولسوالۍ په کاریزک کلي کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې د ۴.۷ میلیون افغانیو په لګښت پیل شو.
په بیان کې ویل شوي چې په دې شبکه کې د ۱۶۰ مترو ژوروالي پورې د څاګانو کیندل، د ۲۰ مترو مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو د ذخیرې جوړول، د ۳۰ لمریزو تختو نصبول، د اوبو ۵۸ نلونه او د ۱۸۲۵ مترو په اوږدوالي د چلولو پایپونه شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د شبکې د کار په جریان کې، لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې او د هغې په بشپړیدو سره به په کلي کې ۵۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
د یادونې وړ ده چې په کندهار ولایت کې د اوبو رسولو د یوې بلې شبکې د جوړولو کار لا دمخه د ۵.۳ ملیون افغانیو په لګښت پیل شوی دی.