افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې چې په ایکس شبکه کې خپره شوې، ویلي چې په تیره اونۍ کې یې په ټول هیواد کې د ۳۷ ځوانانو او رضاکارانو روزنیزو مرکزونو له لارې په بیلابیلو سکتورونو لکه تعلیم، شخصي حفظ الصحې او چاپیریال ساتنې، لومړنۍ مرستې او د پیښو په وړاندې د ځان ساتنې په برخه کې ۲۸۷۶ کسانو ته زده کړه او عامه پوهاوی ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، سربیره پردې، دوی د افغان سرې میاشتې لپاره ۷۰ نوي غړي استخدام کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو وختونو کې، زرګونو خلکو د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه روزنه ترلاسه کړې ده.