افغان غږ خبری آژانس: دې سرچینې ادعا وکړه چې د غزې د دې ځمکني برید هدف د حماس غورځنګ باندې فشار راوړل دي.
داسې راپورونه هم شته چې د اسراییل پوځ پلان لري چې که چیرې د حماس سره په خبرو اترو کې پرمختګ ونه شي نو د غزې نیمایي برخه کنټرول کړي.
دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د حماس غورځنګ په وار وار د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی، خو اسراییلي چارواکو د خنډونو په رامینځته کولو سره د اوربند د دویم پړاو د پلي کیدو مخه نیولې ده.