دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۲۱:۱۳
د مطلب کود : 312630
د اسلامي امارت د ځواکونو او ایراني سرحدي ساتونکو ترمنځ له شخړې وروسته د اسلام کلا پوله وتړل شوه
د هرات د اسلام کلا په سرحدي سیمه کې سرچینې د پولې په صفر نقطه کې د اسلامي امارت د ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ساتونکو ترمنځ د کړکېچ او د دې لارې د بندیدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: یوه عیني شاهد د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته د اسلام کلا په پوله کې د تاوتریخوالي او د دې پولې د تړلو په اړه وویل.
 
د عامه سرچینو په وینا، دا تاوتریخوالی د ایراني سرحدي ساتونکي او یو مهاجر ترمنځ د مخامخ کیدو وروسته رامنځته شو.
 
تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د سرچینې په وینا، دا لاره د ماسپښین شاوخوا ۳ بجې راهیسې تړل شوې ده. ویل کیږي چې د پولې تړلو وروسته مسافر دواړه خواوو ته بند پاتې دي.
 
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په تورخم کې د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ د سرحدي شخړو وروسته، دا لاره شاوخوا یوه میاشت لپاره په بشپړه توګه تړل شوې وه.
https://avapress.com/vdcaeunew49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته