افغان غږ خبری آژانس: په پرونۍ لوبه کې، د افغانستان لوبډلې وکولای شول چې د عمان لوبډلې لخوا ټاکل شوی ۹۱ منډې هدف یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره او په ۱۲م اوور کې ترلاسه کړي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به سبا (دوشنبه) د کابل په وخت سهار ۸:۱۵ بجې خپله دوهمه لوبه د هانګ کانګ پر وړاندې ترسره کړي.