افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې سفر موخه د تېلو د استخراج پروسې معاینه کول، د ظرفیتونو پیژندل او د دې برخو څخه د استخراج په وړاندې د ننګونو پیژندل اعلان شوي دي.
د باختر په وینا، د افچین شرکت چارواکو او سیمه ییزو چارواکو سره په یوه غونډه کې، د کانونو او پټرولیم وزیر د ملي ګټو او طبیعي سرچینو پر بنسټ په شفاف، علمي مدیریت ټینګار وکړ، او ژمنه یې وکړه چې د استخراج تخنیکي او عملیاتي ستونزې به وڅیړل شي او حل به شي.