افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې، چې د راستنیدونکو کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره یې ټینګار کړی چې مالکین باید خپل کورونه په مناسب قیمت کرایه کړي او د راکړې ورکړې لارښوونې دفترونو چارواکي باید د غیر اخلاقي کمیسیونونو له اخیستلو ډډه وکړي.
سربیره پردې، د عدلیې وزارت هم په خیریه بنسټونو غږ کړی چې د راستنیدونکو اړتیاوو په پوره کولو کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د دوهمې څپې له پیل سره، د پلازمینې په ځینو برخو کې د کورونو کرایې لوړې شوې دي.