دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 312657
په کندهار کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار پیل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د ۵.۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو د کار د پیل اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د ملد علیزي په کلي کې د ۵.۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پیل شوی دی.

د وزارت په وینا، د دې شبکې په بشپړیدو سره به ۵۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پخوا د هیواد په ځینو ولایتونو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې کړې وې.
https://avapress.com/vdcji8etauqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته