دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 312681
د افغان کډوالو جبري ایستل د اسلام آباد او کابل لپاره زیانمنونکي دي
د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې سرپرست وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې وویل چې له هیواد څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل د دواړو خواوو لپاره زیان رسونکي دي.
H,h - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د اپریل ۱۴مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره وکتل او خبرې یې وکړې.

مولوي امیر خان متقي له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل د دواړو خواوو لپاره زیانمنونکي ګڼلي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغان کډوالو جبري ایستل "د خواشینۍ وړ" بللي دي.

هغه د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستاني پولیسو په چلند کې د بدلون غوښتنه هم کړې ده.

له بلې خوا، د پاکستان سفیر ویلي دي چې د اسلامي امارت اندیښنې به په اسلام آباد کې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې پاکستان د غیرقانوني افغان کډوالو د شړلو پروسه پیل کړې او تر اوسه یې له ۳۳۰۰۰ څخه ډیر کسان شړلي دي.
https://avapress.com/vdcg7x9wqak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته