افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د اپریل ۱۴مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په تیرو ۳۰ ورځو کې دوی د کابل ولایت په بیلابیلو سیمو کې له معاینې وروسته ۴۴۵۶ کسانو ته اړین درمل ورکړي دي.
دوی همدارنګه د ۸۲۲ ټپیانو ملهم وتړل، ۵۴۳۵ ښځې او ماشومان یې د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسین کړل، او ۵۲۵۳ کسانو ته یې اړین روغتیايي مشورې ورکړې.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دوی ۹۷۷ میرمنو ته د نسایي او ولادي خدماتو، د ۱۷۴۰ خوارځواکۍ ماشومانو لپاره ځانګړي خواړه او د کورنۍ پلان جوړونې په اړه ۷۹۸ میرمنو ته اړینې مشورې هم ورکړې دي.
د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې زرګونو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.