دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 312723
په یوه ورځ کې له ۲۵۰۰ څخه زیات افغان کډوال په زوره پاکستان ته شړل شوي دي
د کندهار د کډوالو د نوم لیکنې او ثبات کمېټې چارواکو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۵۰۰ څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د انارګي په کمپ کې د کډوالو د ثبت او ثبات کمیټه وايي چې دغه کډوال ۲۵۰۰ تنه دي.
 
د راپورونو له مخې، شړل شویو کډوالو هیواد ته د راستنیدو پرمهال د اړوندو دولتي ادارو څخه نغدي مرسته ترلاسه کړه او د نورو مرستو لپاره مرستندویه ادارو ته معرفي شول.
 
د پاکستان حکومت د اسلامي امارت له پراخو نیوکو سره سره له هیواد څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی.
 
د جبري شړلو په دوهم پړاو کې له پاکستان څخه له ۱۴۰۰۰ څخه ډیر افغانان ایستل شوي دي.
https://avapress.com/vdcdxx0ssyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته